Banner

د زرکې ښکلی غزل

03.10.2010 12:49

د پکتيا د غرو بلبله وم اوس نه يم
زه په زړه ډېره شډله وم اوس نه يم
ماتوه مې په تېره تبرګي باندې
زه پخوا خوږه سنځله وم اوس نه يم
د جانان د غاړې هار وم ځنګېدمه
څومره ښکلې مرغلله وم اوس نه يم
بې وفا شوې د رقيب څنګ دې اختيار کړو
ستا د جګې شملې ګله وم اوس نه يم
د زرکينو سترګو تور مې ټول اوبه شول
په زيارت کې ډېوه بله وم اوس نه يم.

http://www.facebook.com/photo.php?pid=31067262&id=1140251204&comments&alert&ref=notif&notif_t=photo_comment_tagged

سيدخان انډړ 04.10.2010 03:27

افغانان بايد نااميده نشي په هر وطن داحالراغلي اوپه هره تياره پسي رڼا اوپه هره رڼاپسي تييا ره شته (نا اميدي ګنا ده) <br /><br /><br /><br />

فريد پکتياوال 03.10.2010 22:20

اسلام عليكم زركي خوري تر غزل ځخه دي يوه نړي مننه ستايو غزل ما دي ارين بلاګ كي ولوست دي ارمان غزل ډيرپه زړه پوري وو وسلام

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.